Search

په بنګله‌دېش کې بس سیند ته لوېدلی؛ لسګونه تنه مړه شوي

News image
6 وری 1405 - 17:47
کابل ټربیون - د رویټرز د راپور له مخې، د بنګله‌دېش په مرکزي برخه کې لږ تر لږه ۲۴ تنه هغه مهال مړه شول چې یو مسافر وړونکی بس، چې شاوخوا ۴۰ تنه په‌کې سپاره وو، د پتما سیند ته ولوېد.

چارواکو ویلي، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د دولتدیا په سیمه کې، چې د رجبري ولسوالۍ پورې اړه لري او د ډاکا په شاوخوا ۱۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، هغه مهال رامنځته شوه چې بس غوښتل په بېړۍ کې پورته شي.

د ژغورنې کارکوونکو د ډوب شوي بس له منځه د ۲۲ کسانو مړي راویستي، چې په‌کې ماشومان، ښځې او سړي شامل دي. د اور وژنې د ادارې د چارواکي، طلحه بن قاسم، په وینا، دوه نورې ښځې هم له ژغورل کېدو وروسته مړې شوې دي.

بیړنیو ټیمونو ویلي، چې اوښتی بس نږدې ۹ متره ژور سیند ته لوېدلی، چې له امله یې د ژغورنې چارې لا سختې شوې دي.

یوې عیني شاهدې، نور جهان بیګم، د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې بس د بېړۍ د پورته کېدو په تمه و؛ خو ناڅاپه سیند ته ولوېد. هغې زیاته کړه چې ځینې مسافر وتوانېدل ځانونه وژغوري؛ خو نور په بس کې بند پاتې شول.
د ژغورنې عملیاتو کې د اور وژنې څو ډلې او لامبوزن برخه لرله، چې د امنیتي ځواکونو او ځايي ادارو له لوري یې ملاتړ کېده. چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي لا هم ځینې مسافر ورک وي.
په بنګله‌دېش کې د سړکونو او بېړیو مرګونې پېښې ډېرې عامې دي، چې لاملونه یې کمزورې زیربنا، خراب وسایط او بې‌پروا موټر چلونه بلل کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې هر کال د ټرافیکي پېښو له امله د مړو شمېر تر ۳۱ زرو ډېر اټکل شوی، چې دا د رسمي شمېرو څخه ډېر لوړ دی.