یوې پاکستاني سرچینې ویلي چې اسلاماباد له واشنګټنه غوښتنه کړې وه څو پر اسرائیلو فشار راوړي چې دغه ایراني چارواکي په نښه نهکړي. د سرچینې په وینا، امریکا هم له اسرائیلو غوښتي چې له دې پرېکړې تېر شي.
تر دې مخکې، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی و چې یاد دوه ایراني چارواکي د سولې د احتمالي خبرو د هڅو له امله په لنډمهاله توګه د هدف له نوملړه ایستل شوي دي.
بل لور ته، پاکستان، مصر او ترکیه د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي، څو روان کړکېچ پای ته ورسوي.