کابل ټربیون - په کابل کې د ترکیې سفارت د پنجشنبې په ورځ(د وري په ۶مه) په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد پلاوي د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر، نورالدین عزیزي، سره کتلي، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا یې هراړخیزې خبرې کړې دي.
په دغو خبرو کې دا هم شامل وو چې ترکیه به په هغو راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي چې په ترکیه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي.
ترکیه له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ یو مهم شریک پاتې شوی او په زیربناوو، سوداګرۍ او صنعت کې یې پانګونه کړې ده.
د دواړو هېوادونو وروستۍ هڅې پر دې متمرکزې دي چې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، د پانګونې فرصتونه ښه کړي او ګډې ناستې جوړې کړي، څو د افغان او ترکي شرکتونو ترمنځ سوداګریز تعامل اسانه شي.
نورالدین عزیزي سره دغه کتنه ښيي چې انقره لا هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو ژورولو ته لېوالتیا لري، په داسې حال کې چې افغانستان هڅه کوي خپل کورنی اقتصاد باثباته کړي.