د سرچینو په وینا، دا اورلګېدنه د حاجي نوروز څلورلارې په سیمه کې، د معرفت سړک پر اوږدو رامنځته شوې ده.
په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د اور لمبې د سیمې ځینې برخې نیولې او غلیظ لوګی اسمان ته پورته کېږي.
تر دې دمه د طالبانو مسؤلینو په دې اړه څه نه دي ویلي، او د اور لګېدنې د لامل او احتمالي زیانونو په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.