Search

شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو له امله بې‌ځایه شوي

News image
7 وری 1405 - 15:20

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره نږدې ۲۰ زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

یاد بنسټ د جمعې په ورځ (حمل۷مه) په خپلې اېکس‌پاڼې کې لیکلي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره زرګونه کورنۍ په ۱۲ ولایتونو او ۶۲ ولسوالیو کې اغېزمنې شوې او له جدي بشري کړکېچ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دغه بنسټ په زیانمنو سیمو کې حضور لري او بېړنۍ ژغورونکې مرستې یې پیل کړې دي، چې پکې د قوي شویو بسکټو وېش، نغدي مرستې او خوراکي توکي شامل دي، په ځانګړي ډول هغو ولسوالیو کې چې سختې اغېزمنې شوې دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د بې‌ځایه شوو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو هڅې لا هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.