ډان راپور ورکړی چې د تورخم دروازه له لارې د بېاسناده افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر په ناڅاپي ډول درول شوی دی.
د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د افغانستان له خاورې د یوې سرحدي پېښې په ترڅ کې د پاکستان یو سرحدي امنیتي چارواکی ټپي شوی دی.
راپور زیاتوي چې دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام د «اولخان» پوستې ته څېرمه رامنځته شوې او ورپسې د پاکستان سرحدي ځواکونو بشپړ چمتووالی اعلان کړی دی.
سرچینو ډان ته ویلي چې په تورخم او د «حمزه بابا» ترانزیټي نقطه کې، سره له دې چې د بېلابېلو ادارو لکه نادرا، د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې، پولیسو او نورو بنسټونو کارکوونکي حاضر وو، خو د افغان کډوالو د ثبت او بېرته ستنېدو بهیر درول شوی دی.
د سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۲۲۰ افغان کډوال ثبت او د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي وو، خو د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته دا لړۍ وځنډول شوه.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې د کډوالو د بېرته ستنېدو اسانتیاوې د «متشنج وضعیت او تهاجمي چلند» له امله تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوې دي.
تورخم دروازه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو تګراتګ لارو څخه ده، له څو اوونیو تړل کېدو وروسته تازه د پنجشنبې په ورځ بېرته پرانیستل شوې وه.