د ازبکستان ملي خبري اژانس راپور ورکړی چې افغانستان په نړیوال فورم «تاشکند د اوبو اونۍ – ۲۰۲۶» کې ګډون کړی، چې د مارچ ۲۵ او ۲۶ نېټه په تاشکند کې ترسره شو.
په دې غونډه کې د حکومتونو، نړیوالو او سیمهییزو سازمانونو، خصوصي سکتور، او همدارنګه د څېړنیزو او علمي ادارو استازو ګډون درلود. ګډونوالو د اوبو د سرچینو مدیریت په اړه خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د اقلیم د بدلون او د زیربنایي اړتیاوو د زیاتوالي په شرایطو کې.
په یاده ناسته کې د ازبکستان د ستراتیژیکو او سیمهییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ د مرکز مشرمراد اوزاکوف ، ټینګار وکړ چې د اوبو د سرچینو سیمهییزه همغږي د اقلیمي ننګونو له امله له پخوا ډېر مهمه شوې ده.
هغه وویل چې طبیعي او انساني عوامل د سیمې د اوبو او اقلیم توازن اغېزمن کړی، چې دا خپله د اقتصادي پرمختګ، چاپېریال ساتنې او سیمهییز امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
اوزاکوف د اوبو د عاقلانه او مؤثره کارونې د طریقو بیا ارزونې او د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا ضرورت یاد کړ، او زیاته یې کړه چې د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ یو کچه سیاسي باور رامنځته شوې چې د ګډو حل لارو لپاره زمینه برابروي.
هغه همدارنګه وویل چې د سرحدي سیمو ډېری شخړې حل شوې او د ګډو سیندونو د اوبو د کارونې تړونونه په همغږۍ کې دي.
په دې غونډه کې د سیمهییزو ګډو پروژو یادونه هم وشوه، لکه د ازبکستان، قزاقستان او قرغیزستان همکاري په کامباراتا بند بریښنا-۱او د نارین سیند د اوبو او انرژۍ ګډه استفاده.
د راپور له مخې، هېوادونه په سیمه کې د اوبو د سپما ټکنالوژۍ زیات کاروي. په ازبکستان کې د عصري اوبو سپما ټکنالوژۍ سره کرل شوې ځمکه تر ۲.۶ میلیونو هکتاره رسېدلې، چې کالانه شاوخوا ۲.۵ میلیارد مکعبه اوبه سپموي.
اوزاکوف د افغانستان په اړه وویل چې دغه هېواد په سیمهییزه اوبو کې ځانګړی ځای لري او د ګډو هڅو لپاره ډېر فرصتونه شته، په ځانګړې توګه د اوبو د عصري سیسټمونو نوي کول، د اوبو د وضعیت څارنه، د نوې ټکنالوژۍ کارول، علمي څېړنې او د کارکوونکو روزنه.
هغه په پای کې وویل، چې د راتلونکې د اوبو د سرچینو مدیریت بریالیتوب په سیمهییزه همکارۍ او همغږو اقداماتو پورې تړلی دی.