Search

د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د باران او تېزو بادونو اټکل

News image
7 وری 1405 - 20:38

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې سبا (شنبه) د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د بارانونو ورېدو، تالندې او برېښنا احتمال شته.

د یاد ریاست په وینا، دغه بارانونه به په لاندې ولایتونو کې وشي: هرات، فراه، نیمروز، هلمند، بادغیس، فاریاب، غور، دایکندي، ارزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، غزني، میدان وردک، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، کندز، سمنګان، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، تخار او بدخشان.

د معلوماتو له مخې، د سالنګونه په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۴۰ ملي‌متره اټکل شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې د سالنګونو ترڅنګ د هېواد په شمالي، لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو احتمال هم شته، چې سرعت یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل کېږي.