Search

ټرمپ: ښایي کیوبا د امریکا بل هدف اوسي

News image
8 وری 1405 - 09:41
کابل ټربیون - د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ (جمعه) میامې کې یوې غونډې ته ویلي چې ښایي کیوبا تر وینزویلا او ایران وروسته د امریکا بل هدف اوسي.
ټرمپ ویلي: "ما دومره لوی پوځ جوړ کړ. ما فکر کاوه هېڅ به یې کارونې ته اړتیا نشي خو ځینې وخت اړتیا پېښیږي او کیوبا به زموږ بل هدف وي."
ځینې داسې راپورونه ورکړل شوي چې امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې د کیوبا له حکومت سره د ترینګلتیاو د مخنیوي لپاره مذاکرات پیل کړي خو د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا له لوري د احتمالي پوځي اقدام ښکارندویي کوي.
د کیوبا ولسمشر هم منلې چې له امریکا سره یې مذاکرات پیل کړي دي.