یادې ادارې د شنبې په ورځ، (د وري په ۸مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دا پېښه د سهار په ۱۱:۰۰ بجو د دویمې امنیتي حوزې اړوند د څوارلسمې سیمې (چهاردهي) کې رامنځته شوې ده.
د اعلامیې له مخې، دا پېښه د چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله د یوه مرسډېس ډوله موټر، یوه ریکشا او یوه موټرسایکل ترمنځ د ټکر په پایله کې شوې ده. په دغې پېښه کې د موټرسایکل چلوونکی پر ځای مړ شوی او ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې د طالبانو د ټرافیکو مدیریت ځواکونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي، ټپیانو ته یې لومړنۍ مرستې برابرې کړي او وروسته یې د لا درملنې لپاره د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.
د لغمان د امنیه قومندانۍ له ټولو موټر چلوونکو غوښتي، چې د ټرافیکي اصولو په مراعتولو او زیات احتیاط سره د ورته پېښو مخه ونیسي.