Search

بادغیس کې د سېلابونو له امله ۴ تنه مړه او ۳ نور ټپیان شوي

News image
8 وری 1405 - 20:20
کابل ټریبون - د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د بادغیس ولایت د قادس او دره‌بوم ولسوالیو کې د سېلابونو د راتلو له امله څلور تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

یادې رسنۍ د شنبې په ورځ ( د وري په ۸مه) په خپل راپور کې ویلي چې د ځاني زیانونو تر څنګ، دغې پېښې د دغو ولسوالیو اوسېدونکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

د راپور له مخې، د طالبانو ځايي مسوولانو ویلي چې د زیانمن شویو کسانو د ستونزو د حل لپاره بېړنۍ ناسته روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په کچه د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د راتلو اټکل ورکړی و.

هم‌مهاله، په هرات ولایت کې هم د سختو بارانونو له امله ځینې مهمې لارې د مسافرو د تګ‌راتګ پر مخ له خنډ سره مخ شوې دي.