یادې ورځپاڼې د شنبې په ورځ( د وري په ۸مه) په خپل راپور کې لیکلي چې دغه کسان په تېرو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي او د «دهوک سیدان» په نوم یوه ساتنځي ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له میاشتې راهیسې تر اوسه په دغې سیمه کې ټولټال ۵۷۹۰ افغان کډوال نیول شوي، چې له دې ډلې ۵۶۷۳ تنه د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
همداراز ویل شوي چې دا مهال ۹۸ افغان وګړي، چې نارینه، ښځې او ماشومان پهکې شامل دي، په همدغه ساتنځي کې ساتل کېږي.
په راپور کې راغلي چې دغه عملیات د پاکستان د حکومت له لوري د ناقانونه کډوالو پر ضد د اقداماتو د سختېدو په چوکاټ کې او د کډوالۍ د ښه مدیریت او د امنیت د تأمین په موخه ترسره کېږي.