Search

د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د اوزبیکستان پلاوی کابل ته را ورسېد

News image
8 وری 1405 - 20:42
کابل ټریبون – د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د اوزبیکستان یو لوړپوړی دولتي او خصوصي پلاوی له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي په موخه کابل ته رسېدلی دی.

یاد وزارت د شنبې په ورځ( د وري په ۸مه) په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا پلاوی د شوکت عبدالرزاقوف په مشرۍ، چې د نمنگان والي دی، افغانستان ته سفر کړی او په کې د والي مرستیالان او د دې ولایت له څه باندې ۳۰ سوداګرو او لوی پانګوال شامل دي.

د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې چې د دغه پلاوي غړي به د طالبانو له چارواکو سره وګوري او په یو سوداګریز کنفرانس او ګډو اقتصادي ناستو کې به ګډون وکړي.

همداراز، دا پلاوی به بلخ ولایت ته هم سفر وکړي، څو د طالبانو له ځايي مسوولینو او د خصوصي سکتور له استازو سره لیدنې وکړي او سوداګریزې ناستې ترسره کړي.

سربېره پر دې، د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون به هم د دې پلاوي له خوا په مزارشریف ښار کې پرانیستل شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دا سفر د دواړو لورو د مخکینیو لیدنو په دوام او د طالبانو او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په چوکاټ کې ترسره شوی دی.