کابل ټریبون — راپورونو کې راغلي د ري ښار ته نږدې، چې د تهران سوېل ته موقعیت لري، د توغندیزو بریدونو په پایله کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. دا خبر د ایران دولتي رسنیو خپور کړی دی.
په دغه برید کې څلور ایراني وګړي هم وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه نه په تهران کې د افغانستان سفارت او نه هم په کابل کې د طالب چارواکو د دغې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او د امریکا او ایران ترمنځ شخړې لا هم روانې دي.