د یاد ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په هرات، غور، بادغیس، سرپل، فاریاب، زابل، غزني، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې به د ۱۰ تر ۲۰ میليمترو باران وشي.
په خبرپاڼه کې د هېواد په لوېدیځو او سوېلي ولایتونو کې د تندو بادونو خبرداری هم ورکړل شوی، چې چټکتیا به یې په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومټرو وي.
دا اټکل په داسې حال کې کېږي، چې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې راپور ورکړی، چې وروستیو سېلابونو او درنو بارانونو په هېواد کې ۲۸ کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان کړي دي.