Search

هرات کې د تاپي ګازو نل‌ليکه ۲۵ کیلومتره غځول شوې

News image
10 وری 1405 - 19:31
کابل ټریبون - د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د تاپي ګازو نل‌ليکې د پروژې ۲۵ کیلومتره برخه په هرات ولایت کې غځول شوې او د ۱۲۰ کیلومترو نورې برخې د جوړېدو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

دغه وزارت نن (دوشنبې، د وري په ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تمه ده چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به په هرات کې نل‌ليکه ټولټال ۱۵۳ کیلومتره بشپړه شي.

د خبرپاڼې له مخې، په هرات کې د دغې پروژې عملي کار د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ میاشت کې پیل شوی او هره ورځ په منځنۍ کچه ۵۰۰ متره نل‌ليکه غځول کېږي.