هغه د سېشنبې په ورځ (د وري په۱۱مه) په «تروث سوشیال» کې لیکلي: «هېوادونه لکه برېټانیا چې د ایران پر ضد له اقدامه یې ډډه کړې، زه ورته دوه وړاندیزونه لرم: لومړی، له امریکا څخه وپېري، موږ کافي لرو؛ او دویم، لږ ځنډېدلی جرأت پیدا کړي، تنګې ته لاړ شي او کنټرول یې واخلئ.»
ټرمپ زیاته کړې، چې دغه هېوادونه باید «زدهکړي چې د ځان لپاره جګړه وکړي» او ټینګار یې کړی چې امریکا به نور د پخوا په څېر د هغوی د ملاتړ لپاره حاضر نهوي.
هغه همداراز ادعا کړې، چې ایران «په بنسټیز ډول کمزوری شوی» او ویلي یې دي چې نور هېوادونه کولی شي د نفتو سرچینو ته د لاسرسي لپاره خپله اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د هرمز تنګې له لارې د بېړیو او نفتوړونکو تګ راتګ په شدیده توګه کم شوی او له دې سره په نړۍ کې د نفتو بیې لوړې شوې دي.