Search

طالبانو او قزاقستان د اوبو او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې

News image
11 وری 1405 - 22:17
کابل ټریبون - د طالبانو چارواکو له قزاقستان سره د اوبو او انرژۍ د سرچینو د مدیریت او پراختیا په برخه کې د دوه‌اړخیزې همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د اوبو مرستیال وزیر مجیب‌الرحمن عمر اخندزاده په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره وکتل او د همکارۍ د پیاوړتیا لارې چارې یې وڅېړلې.

په دغو خبرو کې د سرچینو د مدیریت ښه‌والي، د تخنیکي تجربو تبادله او د اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې د ګډو پروژو پر پرمختګ تمرکز شوی و.

دواړو لورو د دوامدار مدیریت لپاره د سیمې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او همداراز یې په اړوندو پروژو کې د بهرنیو پانګونو د اسانتیا په اړه خبرې وکړې.
د قزاقستان سفیر د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پانګونه وکړي او تخنیکي ملاتړ برابر کړي.
د افغانستان له نظره، دا ډول اړیکې کولی شي د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي او د طبیعي سرچینو د مدیریت په برخه کې سیمه‌ییزه همکاري پیاوړې کړي.
دواړو لورو هوکړه وکړه، چې خبرې به دوام ومومي او په دغو برخو کې به همکاري نوره هم پراخه کړي.