Search

طالبان: د هرات پاشدان بند اوبه په لومړي ځل د کرنې لپاره خوشې شوې

News image
11 وری 1405 - 21:04
کابل ټریبون - د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت وایي، چې د پاشدان بند اوبه په هرات ولایت کې په لومړي ځل د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې دي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د وري په ۱۱مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په لومړي پړاو کې د دغه بند اوبه د کرخ ولسوالۍ کلیو ته بهیږي، او په راتلونکو پړاوونو کې به انجیل ولسوالۍ، پښتون زرغون ولسوالۍ او همدارنګه د هرات ښار شمالي ویالې هم تر پوښښ لاندې راولي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د بند د اوبو خوشې کول د طالبانو د ځایي چارواکو او د هریرود–مرغاب حوزه د مسوولانو په حضور کې، او د کرخ ولسوالۍ د کروندګرو په غوښتنه ترسره شوي دي.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت زیاته کړې، چې مسوولانو د دې بند د ساتنې او د خوشې شویو اوبو د اغېزمنې کارونې پر اهمیت ټینګار کړی دی.