Search

ټرمپ: مهمه نه ده چې تهران دې هوکړه وکړي، جګړه په دوو یا درېیو اوونیو کې پایته ورسیږي

News image
12 وری 1405 - 09:28
کابل ټربیون - امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، واشنګټن به راتلونکو دوو یا درېیو اوونیو کې پر ایران بریدونه پایته ورسوي او په خبره یې، ایران اړ نه دی چې هوکړه وکړي.
ټرمپ دغه خبرې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته کړي او سپینې ماڼۍ هم تازه ویلي چې ټاکل شوې ټرمپ د چهارشنبې په ماښام د ایران د جګړې په اړه وروستي جزییات شریک کړي.
په ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم له فاکس نیوز سره خبرو کې څرګنده کړې چې امریکا کولای شي د ایران د جګړې پای وویني خو په خبره یې: "نن او یا سبا نه، بلکې نږدې راتلونکي کې."
که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ رسمي مذاکرات نه دي پیل شوي خو روبیو ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي او پېغامونه تبادله شوي او د یوې مخامخ ناستې احتمال هم شته.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې امریکا په ایران کې د څو اوونیو ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي او د همدې لپاره یې منځني ختیځ ته زرګونه نور ځواکونه هم استولي دي.