Search

ناسا سپوږمۍ ته د یوه تاریخي ماموریت لپاره څلور ستور مزلي واستول

News image
13 وری 1405 - 08:55
کابل ټربیون - د امریکا فضایي ادارې (ناسا) تېره ورځ (چهارشنبه) د امریکا له فلوریډا څخه څلور ستور مزلي د "ارټمیز ۲" ماموریت په چوکاټ کې فضا ته واستول.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه تاریخي ماموریت د سپوږمۍ له شاوخوا د راتاوېدو او بېرته ځمکې ته د راګرځېدو په موخه ترسره شوی او ۱۰ ورځې به ونیسي.
دا سفر سپوږمۍ ته د راتلونکو سفرونو او دغې سیارې ته تر څه باندې ۵ لسیزو وروسته یو ځل بیا د انسان د ورګرځېدو د هڅو لومړۍ برخه ده.
په دې ماموریت کې درې امریکایي او یو کاناډایي ستور مزلی استول شوی دی.
د ناسا چارواکو ویلي چې د دې ماموریت اصلي برخه د سپوږمۍ پر مخ د انسانانو ښکته کېدل او د یوه کوچني فضایي مرکز جوړېدل دي څو انسانان د څه وخت لپاره هلته پاتې شي.