Search

د ناټو سرمنشي راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر کوي

News image
13 وری 1405 - 12:08
کابل ټربیون - رویټرز راپور ورکړی چې د ناټو سرمنشي مارک روټه امریکایي چارواکو سره د لیدنې لپاره راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په جګړه کې د نه همکارۍ له امله د ناټو پر متحدینو نیوکې کړې دي.
د ناټو ویاند السیون هارټ هم واشنګټن ته د روټه د سفر پخلی کړی دی.
ټرمپ هرمز تنګي د پرانیستو په برخه کې د اروپایي متحدینو د نه همکارۍ په غبرګون کې ویلي و چې له ناټو د امریکا پر وتلو غور کوي.