Search

ملګري ملتونه: د تالقان ښار په تېرو ۱۹ کلونو کې نږدې پنځه برابره پراخه شوی دی

News image
13 وری 1405 - 19:05
کابل ټریبون - د ملګرو ملتونو د اوسېدنې پروګرام وايي چې د تخار ولایت د تالقان ښار، چې د دغه ولایت مرکز دی، په تېرو نږدې دوه لسیزو کې ستر پرمختګ کړی او د دغه ښار مساحت تقریباً پنځه برابره زیات شوی دی.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ( د وري په ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ښارونو چټک پراختیا دوام لري او دا بهیر د ښاري پراختیا لپاره د دقیق پلان جوړونې ته اړتیا لري، ترڅو د راتلونکو نسلونو اړتیاوې پوره کړي.

ملګري ملتونه ټینګار کړی چې د ښارونو د چټک پرمختګ په صورت کې، که سم مدیریت نه‌وي، نو دا به په بنسټیزو خدماتو، ښاري خدمتونو او چاپېریال باندې ستونزې رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو د اوسېدنې پروګرام مخکې هم د افغانستان په لویو ښارونو لکه هرات، بلخ، کابل او نورو ښارونو کې د پراختیا بې پلانۍ په اړه راپور ورکړی او د پایدار ښاري پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.