Search

ریچارډ بنېټ: ناچاودي مهمات لا هم د غیرنظامیانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، ژوند ته ګواښ جوړوي

News image
13 وری 1405 - 19:28
کابل ټریبون - د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ وايي چې د جګړې پاتې ناپاکه مهمات لا هم د غیرنظاميانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، ژوند ته ګواښ جوړوي.

هغه د پنجشنبې په ورځ( د وري په ۱۳مه) په یوې اعلامیې کې زیاته کړه چې افغانستان د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې ترټولو زیات د ماینونو او ناپاکه مهماتو له پلوه الوده دی، او په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۴۷۱ غیرنظامي تلفات ثبت شوي چې له دې جملې ۶۷ سلنه یې ماشومان دي.

بنېټ د دې ارقامو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا یوازې شمیرې نه‌دي؛ بلکې هغه راتلونکې ښیي چې یا خو له منځه تللې یا جدي زیانمنې شوې دي.

په دې اعلامیې کې د کونړ ولایت یوه پېښې ته هم نغوته شوې ده چې په‌کې ماشومان له ناچاودو توکو سره لوبې کولې، چې د هغې د چاودنې له امله یو پنځه میاشتنی ماشوم وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي چې شاوخوا ۲۴ سلنه تلفات هغه وخت پېښیږي چې ماشومان په لوبو بوخت وي، او په ځینو مواردو کې هم کله چې خلک د خپلو ژوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره د زوړو وسپنو د راټولولو په حال کې له دغو موادو سره مخ کېږي.

بنېټ همداراز خبرداری ورکړی دی چې په وروستیو کلونو کې د نړۍوالو مرستو کمښت د ماین پاکولو فعالیتونو کمېدو، د ځینو عملیاتو درولو او د پوهې ورکولو پروګرامونو محدودېدو سبب شوی دی، چې دا موضوع خلکو ته لا زیات خطرونه جوړوي.

هغه ټینګار کړی چې ماین پاکول نه یوازې بشردوستانه عمل دی؛ بلکې د بشري حقوقو، لکه د ژوند حق، صحت او امنیت د تأمین لپاره یو اساسي شرط هم دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان د ماین پاکولو پروګرامونو ته مالي ملاتړ زیات کړي ترڅو د نورو تلفاتو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، مخنیوی وشي.