Search

د اوزبیکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د کړکېچونو په اړه خبرې کړي

News image
13 وری 1405 - 21:36
کابل ټریبون - د پاکستان د لومړي مرستیال وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق دار، نن د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره د سیمې د وروستیو کړکېچونو او د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ(د وري په ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د فعاله ونډې قدرداني کړې چې په سیمه کې د سولې، ثبات او د کړکېچونو د کمولو په هڅو کې ترسره کوي.

ده همداراز اسلام‌اباد کې د څلورو بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې د کوربتوب لپاره د پاکستان مشرتابه ستایلی دی.

د اعلامیې له مخې، دواړه لوري په دې اړه هم خبرې کړې چې د پاکستان او چین د پنځه اړخیز نوښت له لارې د خلیج فارس او منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د تقویت لپاره کار وکړي او په دې اړه یې هوکړه کړې چې په ګډه ګټو کې به نږدې تماس او همغږي ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده پاکستان اعلان کړی دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره د کوربتوب چمتووالی لري.
اسلام‌اباد د دغې اوونۍ په پیل کې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو ته هم کوربتوب کړی و، چې په دې اړه یې د امریکا او اسرائیل ترمنځ د ایران سره د جګړو په اړه خبرې وکړې.