Search

متحده اماراتو د افغانستان د سېلابونو له قربانیانو سره غمشریکي وکړه

News image
13 وری 1405 - 23:30
کابل ټریبون - د متحده عربي اماراتو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د شدیدو بارانونو له امله د سېلابونو د قربانیانو سره غمشریکي څرګنده کړې ده.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبې، د وري ۱۳مه) په یوې اعلامیه کې ویلي چې امارات د قربانیانو کورنیو او د افغانستان خلکو ته خپل ژور تسلیت او غمشریکي وړاندې کوي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې دغه هېواد د دغې پېښې ټولو ټپیانو ته د عاجلې روغتیايي رغېدو هیله کوي.

د طالبانو د احصایې له مخې، د سېلابونو له امله د وري له ۶مې تر دې دمه ۵۱ تنه وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا، د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی چې سبا (جمعه، د وري په ۱۴مه) په ۳۱ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو د راتلو امکان شته.