Search

امنیت شورا د شنبې پر ورځ د هرمز تنګي په اړه پرېکړه‌لیک ته رایه ورکوي

News image
14 وری 1405 - 09:18
کابل ټربیون - د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې شنبې په ورځ هغه پرېکړه‌لیک ته رایه ورکوي چې له مخې یې، له هرمز تنګي د تېرېدونکو کښتیو د خوندیتوب لپاره هر ډول دفاعي اقداماتو ته اجازه ورکول کیږي.
که څه هم بهرین د روسیې او چین په غوښتنه دا پرېکړه‌لیک د مخکیني هغه پرتله نرم کړی خو بیا هم چین ورسره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې بیجینګ د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ځواک د هڅو ملاتړ نه کوي.
که څه هم ټاکل شوې وه چې دا رایه اچونه د جمعې پر ورځ ترسره خو د ملګرو ملتونو د رخصتۍ له امله شنبې ورځې ته وځنډېده.
د یاد پرېکړه‌لیک د تصویب لپاره ۹ رایو ته اړتیا ده خو که د چین، امریکا، روسیې، بریټانیا او فرانسې په منفي رایې سره هم له تصویب پاتې کېدایشي.