Search

ټرمپ ایران کې پر زېربناو د بریدونو خبرداری ورکړ

News image
14 وری 1405 - 10:40
کابل ټربیون - د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد پر زېربناو به بریدونه لا پراخه کړي.
ټرمپ ویلي، "امریکا لا پر هغو تاسیساتو بریدونه نه دي پیل کړي چې روغ پاتي" او زیاته کړې یې ده چې تر دې وروسته به پلونه او د انرژۍ کارخونې په نښه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په خپلو وروستیو بریدونو کې د تهران او کرج ترمنځ یو ستر پل ویجاړ کړ.
په وروستیو بریدونو کې بیا ایران کې د ملکي مرګ‌‌ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي. ایراني چارواکو هم خبرداری ورکړی چې دا بریدونه به ناوړه بشري پایلو ته لار هواره کړي.