نن شپه شاوخوا د ۸:۴۴ دقیقو په شاوخوا کې یو نسبتاً زورور زلزله د کابل ښار او د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې محسوسه شوه، چې د خلکو ترمنځ یې اندېښنې راپارولي دي.
د عیني شاهدانو په وینا، د زلزلې ټکانونه څو ثانیې دوام درلود او د
کابل په بېلابېلو سیمو کې خلک له کورونو او ودانیو څخه بهر وتلي دي. راپورونه ښيي
چې دا زلزله د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
تر اوسه د زلزلې د کره شدت او احتمالي تلفاتو په اړه رسمي معلومات نه
دي خپاره شوي، او اړوندې ادارې په دې اړه څېړنې روانې ساتي.