Search

د خوړو نړۍوال سازمان د بېړنیو مرستو جوپه کابل ته راورسېده

News image
15 وری 1405 - 08:33
کابل ټربیون - د خوړو نړۍوال سازمان وایي، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د دغه سازمان له لوجسټیکي مرکز څخه د بېړنیو مرستو ۷۸.۵ ټنه جوپه کابل ته را ورسېده.
دغه سازمان ویلي چې په دې مرستو کې طبي تجهیزات، درمل او نور اړین توکي شامل دي.
د خوړو نړۍوال سازمان زیاته کړې چې په دې مرستو سره به افغانستان کې ۴۱۹ زره تنو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد روغتیایي بهیر د ډاکټرانو د کمښت په ګډون له ډېرو ننګونو سره مخ شوی دی.