Search

طالبان: افغانستان کې د وروستیو سېلابونو مرګ‌ژوبله ۹۹ مړو او ۱۵۴ ټپیانو ته ورسېده

News image
16 وری 1405 - 19:06
کابل ټریبون - د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۹۹ کسان مړه شوي او ۱۵۴ نور ټپیان دي.

د دغې ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، د یکشنبې په ورځ( د وري په ۱۶مه) د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، شاوخوا ۶ زره کورنۍ له دغو پېښو زیانمنې شوې او څه باندې ۳۶۰۰ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، د سختو ورښتونو له امله د هېواد له ۲۰ څخه ډېر ولایتونه له ویجاړوونکو سېلابونو سره مخ شوي، چې له امله یې زرګونو کورنیو خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړې دي.

همداراز، په دغو پېښو کې شاوخوا ۱۱ زره او ۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له‌منځه تللې او ۳۳۷ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.