کابل ټربیون - د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې که ترینګلتیاوې نوز هم ډېرې شي نو سیمه به په اور کې وسوځي.
قالیباف ټرمپ ته ویلي چې هر بې پروا اقدام یې کولای شي چې امریکا د دوزخ په لور بوځي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د سه شنبې تر ماښامه وخت ورکړی و چې هوکړه وکړي.
هغه ویلي و که ایران هوکړه ونه کړي نو د دغه هېواد پر عامه تاسیساتو به برید وکړي.