په خوست کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشومان ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو د خوست امنیه
قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې
دغه پېښه پرون د خوست د مرکز په مردیخېلو سیمه کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په یاده پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او
درې نور ټپيان شوي دي.
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له خلکو غوښتل شوي چې له ناچاودو توکو ځانونه
لري وساتي.