د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون د دوشنبې په ورځ (د وري په ۱۷مه) راپور ورکړی چې لومړۍ پېښه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې پهکې یو تن د تېز رفتار موټر د واټ څخه د وتلو او له دېوال سره د ټکر له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپور له مخې، بله پېښه د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ کې شوې، چې د دوو موټرو د ټکر له امله د یوه موټر چلوونکی مړ شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
ټرافیکي پېښې وخت ناوخت د سړکونو د خرابوالي، د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ او د ټرافیکي نښو د نشتوالي له امله د هېواد له اوسېدونکو قرباني اخلي.