کابل ټریبون - د طالبانو چارواکي وایي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او د کورونو د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه، ۶ تنه ټپیان او ۷ تنه نور نادرکه شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، د دوشنبې په ورځ (د وري په ۱۷مه) د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دا تلفات په کابل، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، زابل، هرات، غور، بادغیس، سرپل، فاریاب، بغلان، تخار، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې راپور شوي دي.
د هغه په وینا، د دغو پېښو له امله لږ تر لږه ۲۹۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
حماد زیاته کړې چې د مرستو ټیمونه زیانمنو سیمو ته لېږل شوي او د زیانمنو کورنیو سره د مرستې لړۍ روانه ده.
هغه همدارنګه یادونه کړې چې د وري له ۶مې نېټې راهیسې، د ورته پېښو او یوې زلزلې له امله په ټول هېواد کې د قربانیانو شمېر ۱۱۰ مړو، ۱۶۰ ټپیانو او ۷ نادرکو کسانو ته رسېدلی دی.