د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز، د دوشنبې په ورځ( د وري په ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پېښه د یاد ولایت د مرکز اړوند د کینګیني په کلي کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، ټپیان شوي ماشومان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د قناعت وړ بلل شوی دی.
د طالبانو مسوولانو زیاته کړې چې دا دېوال د تېرو څو ورځو د ورښتونو له امله نړېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، د وري له ۶مې نېټې راهیسې د سېلابونو، زلزلې او د کورونو د نړېدو په ګډون طبیعي پېښو کې په ټول هېواد کې ۱۱۰ تنه مړه، ۱۶۰ ټپیان او ۷ تنه نادرکه شوي دي.