Search

افغانستان او اوزبیکستان د درمل جوړونې برخه کې د ۲۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

News image
17 وری 1405 - 21:08
کابل ټریبون - د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې افغانستان او اوزبیکستان د درمل جوړونې په برخه کې د نږدې ۲۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، دغه هوکړه‌لیکونه د دوشنبې په ورځ(د وري په۱۷مه) په کابل کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د استازو ترمنځ د یوې سوداګریزې غونډې پر مهال لاسلیک شوي دي.

د اوزبیکستان د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې رییس، عبدالله عزیزوف، ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د درملو د تولید په برخه کې، همکارۍ ته ژمن دی.
د چارواکو په وینا، دا هوکړه‌لیکونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزې همکارۍ پیاوړې کړي او د افغانستان د درمل جوړونې په برخه کې به پانګونه زیاته کړي.