Search

ملګرو ملتونو افغانستان کې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو د زیات خطر خبرداری ورکړ

News image
17 وری 1405 - 21:23
کابل ټریبون - د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (فائو) وایي چې په افغانستان کې بارانونه روان دي او په مرکزي، ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې یې شدت زیات دی.

فائو د دوشنبې په ورځ (د وري په ۱۷مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې شدید بارانونه په ښاري او کلیوالو سیمو کې د سېلابونو د رامنځته کېدو خطر زیاتوي.

یادې ادارې زیاته کړې چې دا وضعیت ښايي کرنیزو ځمکو او زیربناوو ته زیان ورسوي او د خلکو پر معیشت، په ځانګړې توګه په زیان‌منو ټولنو کې، منفي اغېز وکړي.

بل لور ته، فائو ویلي چې دغه بارانونه له منفي اغېزو سره سره، د خاورې رطوبت هم ښه کوي او د للمي کروندو او څړځایونو ملاتړ کوي، چې له امله یې د پسرلي د کرنې وضعیت هم پیاوړی کېږي.