Search

روسیه: د افغانستان او پاکستان شخړې باید د همکارۍ له لارې حل شي، نه د جګړې له لارې

News image
17 وری 1405 - 22:29
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د روسیې له نړۍوال خبري اژانس (Russia Today) سره په مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره د متقابل تعامل او همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

کابلوف وویل چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د پوځي شخړو د دوام مودې اټکل مشکل دی، ځکه دا شخړه اوږده سابقه لري. د هغه په وینا، پاکستان تل د افغانستان چارواکي تورن کړي چې د مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک، د فعالیتونو د کنټرول لپاره کافي ګامونه نه‌دي اخیستي او وروستۍ هوایي حملې هم په همدې چوکاټ کې توجیه کوي.

دغه روسي چارواکي د افغانستان په ځینو ترهګرو ډلو د ګواښ شتون تأیید کړ، خو ټینګار یې وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري او «ترهګري یوازې نه‌شي ماتېدای.»

د روسیې د منځګړیتوب چمتووالی

کابلوف وویل چې روسیه د اړخونو په غوښتنه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي؛ خو تر اوسه پورې داسې غوښتنه نه‌ده راغلې. د هغه په وینا، د دواړو خواوو له لوري د شخړې د کمولو نښې لیدل کېږي، لکه د اختر د ورځې په جریان کې د نښتو د درولو هڅې.

د شخړو اړیکه له سیمه‌ییزو پېښو سره

د روسیې ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان شخړه سیمه‌ییز ماهیت لري او د منځني ختیځ، په ځانګړې توګه د ایران د وضعیت سره مستقیمه اړیکه نه‌لري.

د امریکا پوځي حضور سره مخالفت

کابلوف دغو راپورونو ته په نغوتې سره چې امریکا ښايي بگرام هوايي اډې ته بیرته ستنه شي وویل چې د ډونالد ټرمپ حکومت تل دا غوښتنه مطرح کړې ده. هغه ټینګار وکړ چې مسکو په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو د هر ډول پوځي تاسیساتو د ځای پرځای کېدو «بالکل نه منو».

د کابل - مسکو سیاسي او اقتصادي اړیکې

کابلوف وویل چې د روسیې او افغانستان ترمنځ سیاسي اړیکې روانې دي او سرګي لاوروف، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، په تېرو یو کال کې څو ځله د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره خبرې کړې دي. همدارنګه اقتصادي همکارۍ، په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې، د دواړو لوریو په اجنډا کې دي او افغانستان د روسیې له ډیزلو او پټرول سره علاقه ښودلې ده.

د افغان کاري کډوالۍ موضوع

هغه زیاته کړه چې د افغان کاري کډوالو د جذب په اړه خبرې روانې دي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې مشخص توافق نه‌دی شوی.

کابلوف ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا به د یوه قوي حقوقي چوکاټ پر اساس دوام وکړي چې د شوروي دورې څخه پاتې دی او مسکو غواړي د کابل سره څو اړخیزه همکارۍ پراخه کړي.

په همدې حال کې، روسیه څو ځله د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره د خبرو پر اهمیت ټینګار کړی او تل هڅه کړې چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي.