Search

یو اسټرالیوي سرتېری افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی

News image
18 وری 1405 - 12:08
کابل ټربیون - رویټرز راپور ورکړی چې اسټرالیا د دغه یو پخوانی سرتېری بن رابرټز سمیټ افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیولی دی.
بن رابرټز چې د اسټرالیا یو له لوړ رتبه سرتېرو دی، افغانستان کې د ملکیانو د وژنې د ۵ قضیو په جرم د سیډني په هوایي ډګر کې نیول شوی دی.
دغه پېښې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ رامنځته شوي او که ثابتې شي نو رابرټز به د هرې قضیې په بدل کې په عمري بند محکوم شي.
اسټرالیوي پولیسو ویلي چې قربانیان په جګړه کې ښکېل نه وو بلکې، ملکي خلک وو او د اسټرالیوي ځواکونو تر کنټرول لاندې وو.
رویټرز لیکلي چې سمیټ د نورو جرمونو ترڅنګ یو افغان ځوان له لوړې غونډۍ غورځولی او بیا یې پرې ډزې کړې دي.
سمیټ تر دې وړاندې په دې اړه راپورونه رد کړي وو.