Search

متقي او د چین سفیر د اورمچي پر مذاکراتو او وروستیو تحولاتو خبرې کړي

News image
18 وری 1405 - 19:22
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د دوو اړخیزو همکاریو، سیمه ییزو تحولاتو او د چین په اورمچي ښار کې د روانو مذاکراتو په اړه بحث کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر د عامه اړیکو مسوول ضیا احمد تکل د سې‌شنبې په ورځ (د وري په ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې کتنه کې، ښاغلي متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د مثبتې ارزونې ترڅنګ، له چینايي سیال څخه د اورمچي مذاکراتو د تنظیم او کوربتوب له امله مننه کړې. هغه د سعودي عربستان، ترکیې، قطر او د متحده عربي اماراتو د منځګړیتوب هڅې هم ستایلې دي.

کابل کې د چین سفیر د اورمچي مذاکراتو په اړه وروستي معلومات شریک کړل او ویې ویل چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا جوړولو لپاره بې‌طرفه هڅې کوي.

هغه زیاته کړه چې په سیمه کې د جیوپولیتیک وضعیت په درک سره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد جوړولو بهیر به په نېک نیت او له تاوتریخوالي پرته دوام ومومي.

د خبرپاڼې په حواله د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، هم څرګنده کړې چې د طالبانو دریځ دفاعي دی او له خپل حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي. هغه په ټینګار سره وویل چې د متقابل احترام او پوهاوي پر بنسټ تفاهم او خبرو اترو ته دوام ورکوي.