Search

ټرمپ: کېدای شي د ایران تمدن وپرځېږي؛ خو بدلون ته هیلې شته

News image
18 وری 1405 - 20:55
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی شونې ده چې ایران کې "تمدن وپرځېږي"؛ خو هغه مثبت بدلون ته هم هیله څرګنده کړې ده.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ټروت سوشیل کې لیکلي:" چې نن شپه به یو بشپړ تمدن له‌منځه ولاړ شي، او هېڅکله به بېرته راژوندی نه‌شي. زه نه غواړم چې دا پېښ شي؛ خو احتمال لري چې وشي؛ خو اوس چې موږ بشپړ او ټول رژیم بدل کړی، چېرې چې مختلف، هوښیار او لږ افراطي فکرونه واکمن دي، ښايي یو څه انقلابي او حیرانوونکي پېښ شي، څوک څه پوهېږي؟"

هغه زیاته کړه چې روانې پېښې کېدای شي د نړۍ په تاریخ کې له تر ټولو مهمو شېبو څخه وي او زیاته یې کړه:«د زور، فساد او مرګ ۴۷ کلونه به بالاخره پای ته ورسېږي. خدای دې د ایران سترو خلکو ته برکت ورکړي!"