اروپایي ټولنې زیاته کړه چې دوی د افغانستان د روغتیا سیستم ملاتړ کوي او د اړینو تشو لکه رواني روغتیا خدمتونه، د نشهيي توکو د روږدو بیارغونه او د نه خپرېدونکو ناروغیو د زیاتېدونکي فشار سره مبارزه کوي.
اروپایي ټولنې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) په همکارۍ وویل چې د اومیدوارۍ، میندو، ماشومانو روغتیا، او تغذیې پروګرامونو لپاره پانګونه کوي، چې په ښاري او کلیوالو سیمو کې په زرګونه کورنۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
اروپایي ټولنې همدارنګه د یونېسف سره همکارۍ ته نغوته وکړه، چې د ژوند ژغورونکو تغذیې او دوامداره اوبو، سینیټیشن او روغتیايي خدماتو ته ځانګړې پاملرنه کوي ترڅو د افغان ماشومانو پر وړاندې روانو چیلنجونو ته ځواب ووایي.
ټولنې ټینګار وکړ چې روغتیا د بشري حق یوه بنسټیزه برخه ده او د افغان خلکو او د هېواد د روغتیا سکټور لپاره خپل دوامداره ملاتړ بیا تایید کړ.