Search

ټرمپ له ایران سره دوه اوونۍ اوربند اعلان کړ

News image
19 وری 1405 - 09:15
کابل ټربیون - د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره تر خبرو وروسته یې له ایران سره دوه اوونۍ اوربند اعلان کړی دی.
ټرمپ ویلي،د پاکستاني مشرانو هغه غوښتنه یې منلې چې ترې یې غوښتي چې پر ایران بریدونه ودروي.
ټرمپ دا دوه اړخیزه اوربند یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې دا د ایران له لوري د هرمز تنګي د پرانیستو پر هوکړه مشروط دی.
د امریکا ولسشمر دغه راز ویلي چې د ایران له لوري یې د مذاکراتو یو لس ماده ییز پروپوزل ترلاسه کړی او په خبره یې، دا کیدایشي د مذاکراتو د پيل لپاره بنسټ اوسي.
تر دې وړاندې هم پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د دوو اوونیو اوربند غوښتنه کړې وه.