کابلټریبون - د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي د کابل - جلالاباد لویه لار، چې د وروستیو بارانونو، سېلابونو او د تنګي غار په سیمه کې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې وه، د استحکامي پُل او بدیل مسیر له رغونې وروسته د ټولو وسایطو پر مخ بېرته پرانیستل شوې ده.
دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ(د وري په ۱۹مه) په یوې اعلامیه کې له موټرچلوونکو وغوښتل چې د تګ راتګ پر مهال احتیاط وکړي او لارښوونو ته پاملرنه وکړي.
د طالبانو په وینا، دغه لویه لار له تېرې جمعې راهیسې تړلې وه او اوس هم د اصلي لارې د پاکولو چارې روانې دي، نو موټرچلوونکي باید احتیاط وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د سختو بارانونو، د غرونو ښویېدنې او سېلابونو له امله د هېواد ځینې لویې لارې تړل شوې دي.