Search

چین کې د مذاکراتو پای؛ طالبان وایي له پاکستان سره خبرې اترې «په رغنده فضا» کې ترسره شوې

News image
19 وری 1405 - 19:39
کابل‌ټریبون - د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له پلاوي سره رسمي خبرې اترې د چین په کوربتوب د ارومچي په ښار کې په رغنده فضا کې ترسره شوې او پای ته ورسېدې.

د دغه وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، د چهارشنبې په ورځ( د وري په ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو مذاکراتو کې د دوه‌اړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو او د سیمې د ثبات په اړه پراخ بحثونه شوي دي.

په اعلامیه کې د چین له حسن نیت او کوربتوب څخه مننه شوې او هیله څرګنده شوې چې دا بهیر به د دواړو لورو ترمنځ د باور پیاوړتیا، دوامداره اړیکو، متقابل تفاهم او اغېزمنو همکاریو ته لار هواره کړي.

خو په دغې اعلامیه کې د مذاکراتو د پایلو او د احتمالي اوربند په اړه کوم مشخص جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې د چین په منځګړیتوب د همدې اوونۍ په پیل کې د ارومچي په ښار کې پیل شوې وې.

په وروستي مورد کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې طالبانو او پاکستان د ارومچي د سولې خبرو پر مهال هوکړه کړې چې د دواړو ترمنځ د شخړو د جامع حل لپاره به هڅې وکړي.