Search

د پاکستان لومړی وزیر: د اوربند سرغړونه د سولې بهیر کمزوری کوي

News image
19 وری 1405 - 21:39
کابل‌ټریبون - د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي راپورونه څرګندوي چې په ځینو شخړه ځپلو سیمو کې اوربند مات شوی، چې د سولې بهیر روحیه کمزوري کوي.

هغه د چهارشنبې په ورځ( د وري په ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، له ټولو لورو غوښتنه کوي چې له ځان ساتنې سره عمل وکړي او د دوه اوونیو اوربند چې پرې هوکړه شوې، احترام وکړي، څو د ډیپلوماتیکو هڅو او د شخړې د سوله‌ییز حل زمینه برابره شي.

شریف ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي دوام کولای شي د سیاسي حل د ترلاسه کولو هڅې له جدي ننګونو سره مخ کړي، او اړینه ده چې ټولې خواوې پر خپلو ژمنو، ژمن پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ماښام ایران او امریکا اعلان وکړ چې د پاکستان د منځګړیتوب له لارې د دوه اوونۍ اوربند پر سر هوکړه کړې؛ خو راپورونه د ایران په ځینو سیمو کې د بریدونو او همداراز د اسراییل له خوا پر لبنان د بریدونو په اړه نن خپاره شوي دي.

هم‌مهاله، ایران د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره لس مادېزه طرحه وړاندې کړې، او ډونالډ ټرمپ هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ډېر ژر به په پاکستان کې خبرې پيل شي.