Search

لبنان کې د اسراییل په وروستیو بریدونو کې ۸۲ تنه وژل شوي

News image
20 وری 1405 - 11:40
کابل ټربیون - اسوشیټډ پرس راپور ورکړی چې پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۸۲ تنه وژل شوي او ۸۹۰ نور ټپیان دي.
دغه بریدونه له ایران سره د امریکا او اسراییل تر اوربند وروسته شوي دي.
که څه هم پاکستان چې د د دواړو خواو ترمنځ د اوربند او مذاکراتو منځګړی هېوادی دی، ویلي چې لبنان هم په دې هوکړه کې شامل دی خو اسراییل او امریکا ویلي چې د لبنان له حزب الله سره یې اوربند نه دی کړی.
ایران هم ګواښ کړی چې پر لبنان د اسراییل د بریدونو په غبرګون کې به له اوربند و وځي.