کابل ټربیون - د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د خبریالانو په ګډون د اسلاماباد د خبرو ټول ګډونوال کولای شي له ویزې پرته پاکستان ته سفر وکړي او بیا اسلاماباد ته تر رسېدو وروسته په هوایي ډګر کې ویزه ترلاسه کړي.
پاکستان له ټولو هوایي شرکتونو غوښتي چې ګډونوالو ته اجازه ورکړي چې پرته له ویزې اسلاماباد ته سفر وکړي او بیا به هلته په هوایي ډګر کې ورته ویزې صادرې شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې دغه اقدم یې د ګډونوالو لپاره د اسانتیاو په موخه کړی دی.
پاکستان دغو خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ترینګلتیاو د پایته رسولو په موخه د مذاکراتو منځګړیتوب کوي.