Search

لوګر کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او ۱۵ ټپیان دي

News image
21 وری 1405 - 10:04
کابل ټربیون - لوګر کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.
لوګر کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احمد الله انس ویلي چې پېښه د کابل-لوګر پر لویه لار د یو بکسې ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې لامل د موټر چلووني نه پاملرنه بلل شوې ده.
هېواد کې په دې وروستیو کې په ټرافیکي پېښو کې د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شوی چې تر ډېره یې لاملونه د موټر چلوونکي نه پاملرنه او غیر معیاري سړکونه په ګوته شوي دي.